جنرال ووټل

تاند- د امریکا د مرکزۍ قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل، چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په سفر بوخت دی، د شنبې په ورځ له ازبیک چارواکو سره د ازبیکستان او امریکا د اړیکو او د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړې.

جنرال ووټل، چې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره له کتنې وروسته تاجیکستان ته لاړ، پرون د ازبیکستان له چارواکو سره د سیمه ییزو مسلو او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان د امنیتي وضعیت په تېره بیا د داعش د فعالیت له زیاتېدو زیات اندېښمن دي.

ځینې افغان چارواکي باور لري چې داعش د پاکستان یوه بله پروژه ده چې په وسیله یې غواړي روسیه، ایران او د منځنۍ اسیا هیوادونه د طالبانو ملاتړ ته وهڅوي.

جنرال ووټل په ازبیکستان کې په یوه مرکه کې د ازبیکستان د اوسني ولسمشر وروستي اصلاحات وستایل، ویې ویل چې د ښاغلي ضیایف هلې ځلې د هغو ټولو خواوو لپاره مهمې دي چې د افغانستان په اړه همکاري کوي.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ جنرال ووټل د تاجیکستان له ولسمشر سره د افغانستان د امنیتي وضعیت او له افغانستانه تاجیکستان ته د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې.

ده وویل:« د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې مرسته ‌‌‌فوق العاده مهمه ده ځکه چې وسله وال طالبان د جګړې د ماشین په توګه کار ورڅخه اخلي، دا کار یوازې د تاجکستان لپاره نه بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو، ایران، پاکستان او نورو لپاره مهم دی، پردې سرحدونو د مخدره موادو قاچاق کېږي او ګټه یې وسله والو طالبانو ته ورځي.»

 تاجکستان د ولسمشر له دفتره په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل او ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان په شمالي سیمو کې د وسله والو ډلو دفعالیت د مخنیوي لپاره له کابل سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

One thought on “د امریکا جګپوړي پوځي چارواکي له ازبیک ولسمشر سره پر افغانستان خبرې وکړې”
  1. سلامونه دتاند ملګرو، راپور کې مو ځنې ګرامري ستونزې شته هیله ده یوځل ېې وګورئ.، مننه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *