تاند- د امریکا حکومت وايي چې له ګوانتنامو محبس څخه یې ۶ بندیان خوشي کړي او د عادي ژوند د کولو لپاره یې یوروګوای (اورګوای) ته لېږلي دي.

پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې له ګوانتنامو بند څخه خوشي شویو یندیانو کې یو تونسی، یو فلسطینی او څلور سوریه وال دي.

د هغوی نومونه احمد عدنان احجم، عبدلین محمد ایس اورګي، عمر محمود فراج، محمد تاماتن او جیحد دایب ښودل شوي دي.

دا کسان له القاعده شبکې سره د اړیکو د لرلو په تور نیول شوي ول خو پر هغوی رسماً د جرم تور نه و لګول شوی.

د یورګوای ولسمشر د سږ کال په مارچ میاشت کې ویلي و چې د انساني خواخوږۍ پر اساس بندیانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکوي.

د پینتاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا متحد ایالتونه د ګوانتنامو زندان د بندولو لپاره په هلوځلو کې د یوروګوای د حکومت د مرستې منندوی دی.

د ګوانتنامو په بند کې له ۱۷۲ موجودو بندیانو څخه د نیمايي هغو د لېږدولو پرېکړه تصویب شوې خو د دې لپاره چې دا کسان د داسي هیوادونو اتباع دي چې د امریکا په نظر نامطمین او ناامن دي ځکه یې خپلو هیوادونو ته نه شي لېږلی.

تراوسه پوري تر ۵۰ زیاتو هیوادونو د ګوانتنامو له بنده خوشي شویو بندیانو ته پناه ورکړې ده. د هغو په منځ کې یو قطر دی چې د طالبانو پنځو بندیانو ته یې پناه ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *