سارا ساندیرس

تاند- د سپينې ماڼۍ ویندویه سارا ساندیرس وايي، د امریکا متحد ایالتونه له پاکستانه د تروریستانو پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوي او په راتلونکو له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې به د اسلام اباد پر ضد اقدامات اعلان او فشار ته دوام ورکړي.

د سپینې ماڼۍ ویندویې د سې شنبې په ورځ ناوخته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، امریکا پوهېږي چې پاکستان د تروریزم مخه نیولی شي، خو له بده مرغه دوی ډېره هڅه نه کوي.

مېرمن ساندیرس ونه ویل چې پر پاکستان به څه ډول فشار راوړل شي.

دې زیاته کړه«موږ به په دې برخه کې پر پاکستان فشارراوړو او په راتلونکو ۲ ورځو کې به یې تفصیل وړاندې شي.»

پرون په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازي نیکي هیلي هم وویل، پاکستان له کلونو راهیسې دوه ګمخې پالیسي پر مخ بیايي او د امریکا نوې ادارې ته دا لوبه د منلو نه‎ ده، ځکه‌ یې دې هېواد ته د مرستو ورکول ځنډولي دي.

اغلې هیلي د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل، «پاکستان له یوې خوا له موږ سره کار کوي، خو له بلې‎خوا یې هغه ترهګرو ته پناهځایونه ورکړي چې په افغانستان کې زموږ پر سرتېرو بریدونه کوي. »

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د نوي کال په لومړۍ ورځ ولیکل«د امریکا متحدو ایالتونو په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ ملیارد ډالره زیاته مرسته ورکړه، او دوی د دې په وړاندې بې له درواغو هیڅ رانه کړل. دوی هغو تروریستانو ته خوندي پناهځایونه ورکړل چې موږ یې په افغانستان کې د ځپلو هڅه کوو…»

د ټرمپ څرګندونې د افغانانو له پراخ هرکلي او د پاکستاني چارواکو له غبرګون سره مخامخ شوي دي.

One thought on “د امریکا حکومت وايي، پر پاکستان فشار زیاتوي”
  1. پاکستان پخوا هم د امریکا په توافق و سازش د ځناور طالب ملاتړ کاوه، دا کاته دوام هم کولای شي، امریکا د خپل سرتیري کیسه کې هم نه ده افغانان خو پریږده، د ډالر علیه سلام غم نیولې، دا چې نن یې ولې پاکستان ته داړې جینګې کړې، علت یې د پاکستان و چین لوی اقتصادي شراکت دی، موږ ته خام تمه ګی پکار نه ده، خو بیا هم افغان حکومت کولای شي چې له دې شره افغان خیر پورته کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *