تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې پر افغان امریکايي پوهنتون حمله په کلکه وغندله.
د بهرنیو چارو وزارت ویندویې الیزابت ترودیو پر دغه پوهنتون برید «د افغانستان پر راتلونکي برید» وباله.
دې دغه راز وویل «په کابل کې د امریکا سفارت او دغه راز د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت زموږ په شان دا برید له نژدې څاري. موږ له دې خبر یوو چې هلته (کابل) زموږ محدود شمېر سلاکاران شته چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي. خو افغان امنیتي ځواکونه له حمله کوونکو سره مقابله کوي. سلاکاران په جګړه کې برخه نه اخلي.»
دې دا هم وویل چې له حملې څخه د امریکايي اتباعو د ایستلو او بل ځای ته د لېږدولو هڅه کېږي او په کابل کې د امریکا سفارت امریکايانو ته خبرداری ورکړی چې تر بلې خبرتیا پوري د پېښې په سیمه کې تګ راتګ ونه کړي.
راپورونه وايي چې د حملې په مهال په پوهنتون کې یو شمېر امریکايي استادان په ټولګیو کې حاضر ول خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندويې د حملې په نتیجه کې امریکايي اتباعو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو د احتمال په اړه څه ونه ویل.
د وروستیو راپورونو له مخې په دې برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي.