تاند- د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۴۵ زره اسان د دې لپاره وژل کېږي چې د طبیعت انډول خراب نه شي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، په دغه هیواد کې شاوخوا ۵۰ زره وحشي یا بې خاونده اسان شته چې د هغو د ساتنې لپاره حکومت ډېرې پیسې لګوي.

تراوسه پوري په دې باب چې دا اسان به کله او په څه ډول ووژل شي، څه نه دي ویل شوي.

خو تر دې پخوا په پرمختلیلو هیوادونو کې په ځلونو د طبیعت د ساتنې او انډول د رعایتولو لپاره څاروي او ځناور وژل شوي دي.

څو کاله پخوا په استرالیا کې د دې لپاره چې طبیعت یا بوټي وژغورل شي، په دښتو کې د خرو د وژلو لپاره له څرخکو کار واخیستل شو.

انسانانو ته له ډېرو تجربو وروسته څرګنده شوې، هر ژوی که هر څومره زیان هم اړوي، د طبیعت لپاره ګټه هم لري.

له همدې کبله په پرمختللیو هیوادونو کې زیاتې هڅې روانې دي چې د کوم ژوی؛ که هغه خزنده وی یا لوی حیوان نسل ختم نه شي. دوی حتي په دې هم ډېره پانګونه کوي چې د نباتاتو مختلف ‌ډولونه ختم نه شي.

په وروستیو کې دوی د ډېرو خطرونو او مصرفونو په منلو د افغانستان په واخان کې د واورینو پړانګانو نسل له انقراض یا بشپړ له منځه تګه وژغوره. (تفصیل)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *