دا خو ټولو ته څرګنده ده چې داعش (د عراق او شام دولت) ّۍد امریکا یوه جنګي ډله ده او د دې ډلې هر اړخیز ملاتړ د دوی له لوري کیږي، امریکا په عراق او افغانستان کې له ماتې سره مخ شوه خو په مقابل کې یې یوه داسې لاره غوره کړې ده چې هېڅ هېواد به ترې سر ونه خوځوي، داعش خپله جنګي پروژه لومړی په عراق کې پیل او اوس دا دي چې تر افغانستانه پورې را ورسېده. دا ډله د یوه کس چې ابوبکر البغدادي نومیږي تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د دې ډلې انګازې په زابل ولایت کې خپرې شوې، ورپسې غزني، فراه، هلمند، دایکندي او اوس د افغانستان تر شمال او ګاونډیو هېوادونو پورې را ورسېدې.
نومړې ډلې خپل فعالیت په زابل کې د دېرشو هزاره مسافرو په برامته کولو پیل کړ، چې تر اوسه د دې مسافرو درک نشته او کورنیو سترګې یې شپه او ورځ د خپلو برامته شویو په انتظار دي، افغان حکومت هم د قومي مشرانو په مرسته په دې ولایت کې زیاتې هلې ځلې وکړې خو په دې ونه توانېد چې دا برامته شوي مسافر د دې مخپټو وسلوالو له لوري وژغوري. وروسته له دې دوی په نورو سیمو کې هم خلک له ځان سره برامته کړل او دا لړۍ لا دوام لري.
داعیش یوه داسې پروژه ده چې په مډرېنو او عصري وسایلو سمباله ده، اوس چې د دې ډلې نوم په ټول هېواد کې خپور دی او خلک یې له کڼو ستونزو سره مخ کړي دي، دا ډله لا پر مخ روانه ده او دښو معاشونو په ورکولو سره یې شمېر هم ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی بې وزله او ملکي وګړي نشي کولای په ډاډه زړه له یوه ځای څخه بل ځای ته سفر وکړي.
اوس چې د ازبکستان په شمال کې د وسلوالو یوې بلې ډلې د ازبکستان اسلامي تحریک تر نامه لاندې له دې ډلې سره بیعت کړی دی، او د دې تحریک مشر چې ځای یې سعد الله اورګنجي معرفي کړی دی ویلي چې: ملا محمد عمر په تېرو دیارلسو کلو کې نه چا ولید او نه یې هم کومه ویډیو خپره شوه، نو د اسلامي شریعت پر بنسټ دا ډول کس رهبر نه شي ګڼل کېدای او خپله وفاداري یې له ابوبکر البغدادي سره اعلان کړه.
په درناوي
عجیبه پیل؛
دا “دا خو ټولو ته څرګنده ده چې داعش (د عراق او شام دولت) ّۍد امریکا یوه جنګي ډله ده او د دې ډلې
هراړخیز ملاتړ د دوی له لوري کیږي…”ي
ښه نو وروسته له دې جملي بیا لیکنه څه مانا لري