تاند- امریکايي رسنۍ وايي چې پینتاګون او د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ترهګرو خلاف د جګړې لپاره د لږترلږه ۳۰۰۰ نورو پوځیانو د لېږلو سپارښتنه کړې ده.
د معلوماتو پر اساس دا غوښتنه هم شوې چې په استول کېدونکو پوځیانو کې دې امریکايي کومانډو ځواکونه هم شامل وي او هغوی دې له دې واک سره ولېږل شي چې د طالبانو بر ضد هوايي حملې کولی شي.
حاضردمه په افغانستان کې مېشت څه باندې ۸ زره امریکايي پوځیان یوازې افغان امنیتي ځواکونه روزي او جنګي مشورې ورکوي.
د دغه ځواک یوه وړه برخه د القاعده او داعش پر ضد د عملیاتو اجازه لري.
د طالبانو پر له پسې او خونړیو حملو د امریکايي پوځي قوماندانانو نظر بدل کړی دی او داسي ښکاري چې دا ځواکونه، چې ټاکل شوې وه سږ کال به ټول ووځي، بېرته راروان دي.
امریکايي رسنیو د ټرمپ د ادارې د چارواکو په قول ویلي چې ولسمشر تراوسه پورې افغانستان ته د څه باندې ۳ زره پوځیانو د لېږلو سپارښتنه تصویب کړې نه ده.
په سپارښتنه کې ویل شوي چې د ناټو نور غړي دې هم له ۳ زره تر ۵ زره پوځیان افغانستان ته ولېږي.
د ناټو ځینو هیوادونو افغانستان ته د ځواکونو لېږلو ته چمتووالی ښودلی دی.
امریکا او ناټو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې جنګي ماموریت پای ته ورساوه او خپل ټول جنګي ځواکونه یې وایستل؛ یوازې ۱۵ زره روزونکي او سلاکاران یې پرېښودل.
د ناټو او امریکا له پلان سره سم دا ۱۵ زره پوځیان په څو پړاوونو کې له افغانستانه باید وتلي وای خو یوازې یې لومړۍ ډله ووتله او نورې ډلې د طالبانو د حملو د شدت له کبله ونه وتلای شوې.