ٔتاند- د امریکا دفاع وزارت وايي، افغان پولیس د کورني امنیت د ساتنې او د نظم او قانون د ټینګولو ترڅنګ د دولت له وسله والو مخالفانو سره د جګړې مسوولیت هم لري خو دا په داسې حال کې ده چې دا ځواک کافي جنګی روزنه نه لري.

امریکايي ورځپاڼې سټارز انډ سترایبس ته د افغانستان د ملي پولیسو یوه چاوراکي ویلي«زموږ دښمنان له لاسي بمونو رانیولې تر درنو ماشینګڼو پورې راز راز وسلې لري چې د هغو په وړاندې زموږ وسلې ډېرې کمزورې دي.»

ده همداراز ویلي چې هیڅوک په ډنډو د ښارونو دفاع نه شي کولی.

افغان پولیس په داسې حال کې د تجهیزاتو د کموالي شکایت کوي چې امریکا او د ناټو غړیو ژمنه کړې چې د ۲۰۲۴ تر پایه به ټول افغان امنیتي ځواکونه په ټولو امکاناتو سمبالوي چې د بهرنیو ځواکونو هیڅ ملاتړ ته اړتیا ونه لري.

په هرات کې د پولیسو د روزنیز مرکز یو مسوول ډګروال الله نور محمدي وايي چې پر کمښتونو سربېره په دې ولایت کې بهرنیو روزونکو د بلوا ضد روزنه درولې ده.

د محمدي په وینا د هرات پولیس د اوښلن ګاز، شپني دوربینونو او نورو وسایلو څخه بې برخې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *