تاند، جمعه، د دلوې ۲۵مه: د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې له طالبانو سره د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي څخه د ډکو بریدونو او عملیاتو په راکمولو هوکړه شوې ده.

پنټاګون ویلي، له طالبانو سره په دې توافق شوی چې تر یوې اوونۍ به یو پر بل له تاوتریخوالي ډک بریدونه نه کوي.

خو د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو بیا په تازه بیان کې تایید کړې ده چې له طالبانو سره په خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي مګر تر اوسه هوکړه نه ده شوې او مذاکرات تر ډېره پېچلي دي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې به د وینې بهېدنې په برخه کې د څرګند کموالي په تړاو ډېر ژر یوې نتیجې ته ورسېږي: (( دا پرمختګ به یوازې د کاغذ پر مخ نه وي بلکې په حقیقت کې به هم پلی شي.))

مایک پومپیو همدا راز ویلي، که د تاوتخریوالي د کمولو هدف ترلاسه شو او دوام یې هم وکړ نو په وینا یې چې د مذاکراتو سنجیده پړاو ته د ننوتلو امکان ډېر دی چې په کې به ټول افغان لوري هم شامل وي او حقیقي مصالحې ته به لاره ورسره پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو په حواله طالبانو او امریکایانو نن له جمعې څخه د تاوتریخوالي د راکمولو په طرحه کار پیل کړی دی او دا طرحه به د فبرورۍ له ۲۲مې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې پلې شي.

One thought on “د امریکا دفاع وزارت: له طالبانو سره پر یو اوونیز نسبي اوربند هوکړه شوې”
  1. د تاوتریخوالی کمولو اصطلاح افغان ملت ته غیر متعارفه او نا آشنا او په بله معنی مبهمه اصطلاح ده ، البته دغه اصطلاح د آمریکا د نماینده ( خلیلزاد) او طالبانو تر مڼځ په پټو مذاکراتو کی اختراع شوی چه په معنی یی همدوی یعنی طالبان او آمریکائیان ښه پوهیژي چه ددی څخه ددوی دواړو مقصد څه دی . افغان ملت د واضحو اصطلاحاتوسره بلد دی او هغه دا چه یا اوربند اویا جنګ ، یا اوربند او صلحه او یا هم جنګ ، البته په غیر د اوربند د تاوتریخوالی کمول دا معنی لری چه دجنګ او مذاکرات په موازی توګه ادامه ولری ، یا په بل عبارت مذاکرات د چل او دهوکی د پاره . تاوتریخوالی کمول یعنی خونریزی کمول دا هیڅ بشری او شرعی اساس نه لری او همیشه صلحه چه په نورو مملکتونو کی راغلی د اوربند نه مذاکرات شروع شوی ، ځکه د اشرف غنی وړاندیز یعنی اوربند او بیا متصل ماکرات ډیر په ځای ، منطقی او په اخلاص مبنی وړاندیز دی .اوس به دا وکتل شی چه د طالبانواو خلیلزاد دغه نوی اختراع شوی اصطلاح تر کوم منزله رسیژی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *