تاند- د امریکا دفاع وزارت د خپلو معلوماتي او استخباراتي شبکو د خوندیتوب د اندازې د معلومولو لپاره له امریکايي هکرانو غوښتي چې پر سایټونو یې حمله وکړي.

د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې، دا بلنه د هک دي پینتاګون (Hack the Pentagon) په نوم ورکړای شوې ده او که هر څوک وتوانېدل چې د ویبپاڼې نیمګړتیا ومومي یا سایټ ته داخل شي، جایزه ورکول کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا دفاع وزارت داسي یو پروګرام اعلانوي.

د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر غوښتنه وکړه:«زه تل له خلکو غواړم چې له خلاقیته کار واخلي، له مسوولیت منونکو هکرانو غواړم چې زموږ د سایبري امنیت د توان اندازه وازمويي. ډاده یم دا خلاق ابتکار به زموږ د سایبري دفاع له ښه کېدو سره مرسته وکړي او زموږ د ملي امنیت په ګټه به وي.»

د امریکا دفاع وزارت غواړي چې په دې توګه تکړه هکران ومومي او وروسته ورڅخه د خپلو ویبپاڼو د خوندیتوب لپاره کار واخلي.

پینتاګون د جایزې د پیسو اندازه نه ده اعلان کړې خو ویلي یې دي چې حایزه به د موندل شوي عیب ستروالي ته په پام ورکول کېږي.

دا پروګرام د د امریکا د دفاع وزارت د دیجټل دفاعي سرویس (خدماتو) له لوري اجرا کېږي. دا سوریس د تېر کال په نوومیر کې جوړ شو چې د تخنیک له سیکتوره ماهران د لنډې مودې لپاره پوځي برخې ته راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *