تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د دې لپاره دوام لري چې د افغانستان د حکومت او افغان وسله وال ځواک ملاتړ وکړي څو هغوی د خپل هیواد ساتنه یقیني کړي.
د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون مطبوعاتي رييس پیټر کوک د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن او د هغه ټیم د افغانستان له حکومت او د دغه هیواد له وسله والو ځواکونو سره له نژدې کار کوي.
کوک همداراز وویل«موږ اوس په افغانستان کې حالات ښه احساسوو.»
د امریکا د دفاع وزارت مطبوعاتي ريیس د خپلو خبرو په دوا کې وویل، د دغو ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې تروریستي ضد ماموریت هم دوام لري او دا یو د امریکا د خپل کورني امنیت لپاره خورا مهم دی.
کوک دا هم وویل چې افغانستان لا هم خطرناک او له ستونزو ډک دی.