تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې دا مریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر ۲۲۴۷ تنو ته ورسېد.

د پینتاګون د معلوماتو پر اساس تر پرون /د ۲۰۱۶ د دسمبر ۳۱/ پوري ۲۰۱۹۵ تنه نور امریکايي پوځیان په افغانستان کې ټپیان شوي دي.

خو آی کژولټي ویبپاڼه، چې په افغانستان کې د امریکايي او ايتلافي ځواکونو د تلفاتو شمېرې خپروي، وايي چې د ۲۰۱۶ تر پایه د افغانستان په جګړه کې ټولټال ۲۲۹۳ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

په ولایتونو کې د وژل شویو امریکايي او ايتلافي ځواکونو شمېر
په ولایتونو کې د وژل شویو امریکايي او ايتلافي ځواکونو شمېر

آی کژولټي هغه امریکايي پوځیان هم شمېرلي چې د افغانستان د ماموریت په تړاو د افغانستان په شاوخوا هیوادونو کې وژل شوي دي.

د دې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۶ م کال په افغانستان کې ۱۶ امریکايي او ايتلافي پوځیان وژل شوي دي. دا په داسي حال کې چې په ۲۰۱۵ م کال ۲۷ تنه وژل شوي ول.

د آی کژولټي پر اساس په تېرو ۱۶ کلونو کې د ټولو نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمېر ۳۵۲۸ تنو ته رسېږي.

د امریکايي او ايتلافي ځواکونو تلفات، په دې جدول کې د هر کال او میاشتې تلفات څرګند شوي دي
د امریکايي او ايتلافي ځواکونو تلفات، په دې جدول کې د هر کال او میاشتې تلفات څرګند شوي دي

د امریکا د دفاع وزارت او آی کژولټي د معلوماتو پر اساس په تېرو ۱۶ کلونوکې تر ټولو ډېر امریکايي او ايتلافي ځواکونه په هلمند کې (۹۵۶) ورپسې په کندهار (۵۵۸) کې وژل شوي دي.

بدخشان، بامیان او سرپُل هغه ولایتونه دي چې په تېرو ۱۶ کلونو کې هیڅ ایيلافي پوځي پکې نه دی وژل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *