تاند- (پنجشنبه، د سنبلې ۱۴) د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، لا هم له طالبانو سره د سولې موافقه نهايي شوې نه ده، خبرې دوام لري خو تر ټولو ښه لار دا ده چې د سیاسي جوړجاړي هڅه وشي.
د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي ایسپر، چې له طالبانو سره د امریکا د سولې د موافقې د مسودې په اړه له اروپايي چارواکو سره کتنې پیل کړي، د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر۴) د جرمني په ستراتسبورک کې خبریالانو ته وویل، حاضر نه دی چې په ښکاره دا ووايي؛ له طالبانو سره د سولې د موافقې پر اساس به امریکا له افغانستانه د ځواکونو ایستل څرنګه پیل کړي.
د ده په وینا تراوسه پورې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره نهايي موافقه نه ده شوې.
اژانس وايي، ایسپر د افغانستان په اړه له ولسمشر ټرمپ سره مفصلې خبرې کړي او بې له دې چې خبریالانو ته ووايي چې کوم هیواد ته روان دی، ویې ویل«په ځینو برخو کې لا هم خبرې روانې دي.»
ده په دې اړه هم څه ونه ویل چې د افغانستان په اړه یې له ولسمشر ټرمپ سره څه خبرې کړي خو ویې ویل چې پر مختلفو مسلو ږغېدلی او سیاسي پرېکړې لا نه دي شوي.
ایسپر وویل«د دې لپاره د خپلو خبرو جزییات نه جوتوم چې د سولې بهیر به زیانمن شي.»
ده دا هم وویل چې له افغانستانه د ډېرو امریکايي پوځیانو د ایستلو پلوی دی خو د شمېر په اړه یې اوس څه نه وايي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا دفاع وزیر د جمعې په ورځ د بریتانیا او د شنبې په ورځ د فرانسې له دفاع وزیرانو سره وویني.
دا دوه هیوادونه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې مهمه ونډه لري.
ایسپر وویل چې نن (پنجشنبه) به د جرمني په شتوتګارت کې د ناټو له سرمنشي ین ستولتنبرګ سره په ماښامنۍ کې وویني او د افغانستان په اړه به ورسره وږغېږي.
ده دا هم وویل چې ستولتنبرګ ته به معلومات ورکړي چې د افغانستان د سولې په موضوع کې کار څومره پرمختګ کړی دی.