تاند- د امریکا دفاع وزیر جنرال جان ماتیس به د اروپا په سفر کې د ناټو له غړیو هیوادونو وغواړي چې افغانستان ته نور پوځیان ولېږي.
ټاکل شوې ده چې جنرال ماتیس د راتلونکې سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي او د جمعې په ورځ د جرمني د مونش په نړیوال امنیتي کنفرانس کې برخه واخلي.
دا به د افغانستان په اړه د امریکا د نوي حکومت په تګلاره کې لوی بدلون وي. همداراز دا به د جنرال جیمز ماتیس دوهم بهرنی سفر وي.
مخکې تر دې چې ماتیس د ناټو له غړیو افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو غوښتنه وکړي، د بریتانیا او جرمني دفاع وزیرانو ویلي چې افغانستان ته به نور سرتېري واستوي.
د بریتانیا دفاع وزیر مایک پینینګ د سې شنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته وویل، دې ته په کتو چې د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي، ممکن بریتانیايي پوځیان بیا مجبوره شي چې دغه هیواد ته لاړ شي.
همداراز د جرمني دفاع وزیر مېرمن وان ديرلين په واشنګټن کې وویل «موږ د تېر ميلادي کال په دسمبر کې پرېکړه وکړه چې افغانستان ته نور ځواکونه ولېږو ځکه چې د غوڅ ملاتړ ماموريت داسې ماموريت دى چې موږ پکې ستراتيژيک زغم ته اړتيا لرو، تر دې مرحلې چې افغان ځواکونه وکړاى شي په بشپړ ډول د خپل هېواد دفاع وکړي خو دا کار وخت غواړي، له دې کبله د جرمني پارلمان تېر کال وپتېیله چې افغانستان ته اضافي پوځیان ولېږي.»
د جمعې په ورځ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان د امریکا د سنا جرګې په یوه استماعیه غونډه کې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته دې څو زره نور امریکايي روزونکي واستول شي.