د امریکا دفاع وزیر جنرال ماتیس د سنا جرګې د فاعي کمېټې ته ځوابونه وايي

د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس پرون (پنجشنبه) افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د استولو حکم لاسلیک کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي ماتیس وویل چې د ځواکونو د لېږلو حکم یې لاسلیک کړی دی خو ده په دې اړه څه ونه ویل چې څومره ځواکونه به افغانستان ته واستوي.

له کله چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې، دا د دې ستراتیژۍ د عملي کېدو په برخه کې لومړنی ګام دی.

ماتیس خبریالانو ته وویل«هو، د اضافي پوځیانو د لېږلو حکم مې لاسلیک کړ، خو خبره دلته نه بشپړېږي، په بله ژبه ما د یو شمېر پوځیانو د لېږلو حکمونه لاسلیک کړي دي چې افغانستان ته لاړ شي.»

ماتیس وویل تر هغو چې راتلونکې اوونۍ کانګریس ته معلومات ورنه کړي په دې اړه به څه ونه وايي چې څومره اضافي پوځیان افغانستان ته لېږي.

د امریکا د حکومت ځینو چارواکو بېلابېلو خبري اژانسونو ته ویلي چې ولسمشر ټرمپ تر ۴ زره پورې د نورو ځواکونو د لېږلو اجازه ورکړې ده.

د افغانستان حکومت د امریکا له لوري د اضافي ځواکونو د ورلېږلو د پرېکړې هرکلی کړی او هیله لري چې د تروریزم پر ضد په روانه جګړه کې به مرسته وکړي خو تاکید یې په دې کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو په تېره بیا هوايي ځواک ملاتړ زیات کړي.

ځینې افغان کارپوهان هم ورته نظر لري او وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز او ملاتړ به لا زیاته اغېزمنه وي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو د پرېکړې په باب د څرګندونو په مهال وویل چې تراوسه پورې هیڅ اضافي پوځي افغانستان ته لا لېږل شوی نه دی خو ممکن په راتلونکو څو ورځو کې پوځیان واستول شي.

اکثره افغان چارواکي او کارپوهان وايی چې باید امریکا او نړیواله ټولنه د تروریستانو پر اصلي پناهځایونو تمرکز وکړي.

د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې نور به په پاکستان کې د طالبانو پناهځایونه ونه زغمي.

پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو سختدریځو د پناهځایونو موجودیت ردوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *