تاند- د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر نن /جمعه/ په نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی چې له پوځي قوماندانانو سره سلامشورې وکړي او د نوي میلادي کال تر رخصتیو وړاندې په افغانستان کې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره وویني.

دا به مخکې تر دې چې د دفاع وزارت چوکۍ پرېږدي افغانستان ته د ښاغلي کارتر وروستی سفر وي. ټاکل شوې ده چې د ده ځای متقاعد جنرال جېمز ماتیس ونیسي.

ښاغلی کارتر به نن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وویني.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس پر اساس، د امریکا دفاع وزیر په داسي حال کې کابل ته تللی، چې د افغانستان د حکومتي ځواکونو په روزنه کې له پرمختګ سره سره وسله والو طالبانو جګړې ته زور ورکړی او له ګاونډي پاکستانه د پناهځای په توګه کار اخلي.

کابل ته د امریکا د دفاع وزیر تر رسېدو مخکې د ده مطبوعاتي ريیس پیټر کوک وویل، ښاغلی کارتر غواړي چې د عملیاتو په اړه لنډ معلومات ترلاسه کړي. دی به له جګپوړو افغان چارواکو سره په کتنو کې پر خپل ځان د افغان امنیتي ځواکونو د وروستیو میاشتو د زیات شوي باور او وړتیاوو په اړه وږغېږي.

ښاغلي کوک همداراز وویل، دفاع وزیر اشتن کارتر به د هوايي ځواک په شمول د افغان محارب ځواک د ظرفیتونو د لوړولو پر هلوځلو هم خبرې وکړي.

بارک اوباما غوښتل چې نوي ولسمشر ته د واک تر سپارلو پوري په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رالږ کړي خو د طالبانو د حملو د شدت اخیستو له کبله یې دا پلان بدل کړ.

بارک اوباما په راروانه جنورۍ میاشت کې نوي منتخب ولسمشر دونالد ترمپ ته واک سپاري.

ټرمپ تراوسه پوري نه دي ویلي چې د افغانستان ستونزه به په څه ډول حل کړي خو د افغانستان د بیاجوړولو لپاره یې د امریکا پلانونه غندلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *