تاند، شنبه، د میزان ۱۳مه: د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د ټرمپ د امر په اساس لا هم سولې ته د طالبانو مجبورولو په خاطر په دغه ډله سخت نظامي فشارونه او بریدونه روان دي.
نوموړي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، پر طالبانو یې بریدونه زیات کړي دي او دا کار به د ولسمشر د امر له مخې د طالبانو د وروستیو خونړیو بریدونو په ځواب کې روان وي.
دا د پنټاګون لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی چې تاییدوي، په دې وروستیو اوونیو کې پر طالبانو د امریکا بریدونه زیات شوي دي.
د سولې د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته ولسمشر ټرمپ څو ځله پر طالبانو د بریدونو د زیاتولو او تشدید خبره کړې وه خو د دفاع وزارت په دې تړاو څه نه ویل.