تاند، شنبه، د قوس ۳۰مه: د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، تر هغو چې د ترهګرو په ځاله د افغانستان د بیا نه بدلېدو ډاډ ترلاسه نه شي، ځواکونه به یې په دې هېواد کې پاتې وي.
ښاغلي مارک ایسپر تېره ورځ په واشنګټن کې له لوی درستیز جنرال مارک میلي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو د ځپلو لپاره پراته دي، خو ټینګار یې کړی چې د قطر د سولې په مذاکراتو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع مطرح ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، تر څو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه ونه شي، په افغانستان کې به جګړه روانه وي.
د امریکا پالیسی د افغانستان په هکله ګډه وډه ده، دغه چارواکی او دغی ته ورته نور لوړپولی چارواکی په تکرار او ځلونو دا خبری کوی، چه مونږ نور دافغانستان څخه خپلی قواوی وباسو او کله بیا وای چه نه مونږ دافغانستان څخه خپلی قواوی نه وباسو.
د دغو جنرالانو خبری د نظامی جنرالانو په شان نه دی، نظامی خلک په تیره بیا جنرالان د وتلو او نه وتلو خبری نه کوی ځکه د دوی دغه دراوغجنی او متزلزله خبری دښمن قوی کوی.
د امریکا ځینی ورځپانی هم کله کله دغه خبری راوباسی لکه یوه اونۍ دمخه واشنګټن پوسټ د یو شمېر پخوانیو محرمو اسنادو په را برسېره کولو سره او دځینو کسانو له بیانونو سره لیکلی وه چه، امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته درواغ ویلي دی. او د امریکا پر ناپوهۍ او ناسمو تګلارو او پرېکړو یی سختې نیوکې کړې دي.