تاند- د متحدو ایالتونو دفاع وزیر د چهار شنبې په ورځ د کانګریس د سنا جرګې د تدارکاتو کمېټې ته په وینا کې د افغانستان د اوسني بد وضعیت مسوولیت د پخواني ولسمشر بارک اوباما په غاړه واچاوه.

جېمز ماتیس وویل، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ د بس کولو په اړه د اوباما د حکومت پرېکړې طالبانو ته موقع ورکړه چې ځانونه ټینګ کړي او جګړه تېزه کړي.

ماتیس زیاته کړه«زه باور لرم چې موږ په داسې وخت کې ځواکونه وایستل، چې تاسو پوهېږئ چې هماغه وخت جګړه سړه وي، خو موږ بې له دې چې شرایطو ته وګورو له خپل اعلان کړي مهالوېش سره سم ځواکونه وایستل.»

ماتیس د اوباما د هغې پرېکړې د اعلان یادونه وکړه چې پر اساس یې افغان امنیتي ځواکونه د امریکا له هوايي ملاتړه بې برخې شول او د ۲۰۱۴ م کال په پای کې د امریکا عملیات پای ته رسېدلي اعلان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *