تاند- د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر د بګرام د حملې په غبرګون کې وویل چې دا ډول بریدونه به د افغانستان په وړاندې د امریکا اراده بدله نه کړي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د بګرام هوايي اډې په پرونۍ انتحاري حمله کې ۲ امریکايي پوځیان او ۲ امریکايي قراردادیان وژل شوي او د یوه پولنډي سرتېري ۱۷ نور ژوبل شوي دي. په ټپیانو کې یو تن پولنډی دی، نور امریکایان دي.

د پنټاګون له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دفاع وزیر اشتن کارتر له خولې ویل شوي چې نوموړي د بګرام هوايي آدې د پرونۍ پېښې د وژل شویو پوځیانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر ښه کېدو هیله کړې ده.

اشتن په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د روان ماموریت پر ضرورت تاکید کړی او ویلي دي چې د امریکا د امنیت د ټينګښت او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره له دې ماموریته شاتګ نه کوي.

حاضردمه په افغانستان کې ۸۳۰۰ امریکايي پوخیان مېشت دي چې لویه برخه یې افغان امنیتي ځواکونه روزي او یوه برخه یې د داعش او القاعده پر ضد عملیات پر مخ بیايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *