د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

تاند، پنجشنبه، د دلوې ۲۴مه: د امریکا د دفاع وزیر چې د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته تللی وايي، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د راکمولو وړاندیز یې په مېز پروت دی.

مارک ایسپر په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، اوس لپاره امریکا د طالبانو په دغه طرحه او وړاندیز له خپلو ناټو متحدینو سره مشورې کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو د تاوتریخوالي راکمولو طرحه د مېز په سر ده او دی به پرې د امریکا له متحدینو سره په بروکسل کې سلا مشورې وکړي: (( له دې زیات د اعلان لپاره څه نه لرم، نه هم د خپلو ډپلوماټانو له لاسته راوړنو او سلا مشورو پرته نور په دې تړاو څه ویلی شم.))

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر همدا راز ټینګار کړی چې دوی به خپل سرتېري ۸ نیم زرو ته په افغانستان کې راکم کړي او خپل ماموریت به ورسره تکمیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو نن په بروکسل کې د افغانستان په اړه ناسته کوي چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، په افغانستان کې د ناټو قومندان سکاټ میلر او د ناټو ملکي سفیر نیکولاسکي هم ورته ورغلي دي.

One thought on “د امریکا دفاع وزیر: د تاوتریخوالي راکمولو د طرحې په اړه ناټو سره مشورې کوم”
  1. د تاوتریخوالی کمول ! د طالبانو دغه مبهم او غیر منطقی پیشنهاد د صلحی مفهوم نه ورکوی ، دتاوترخوالی کمول خو بی شماره درجی لری په کومه درجه کمول ؟ اول خو د بیخه دغه اصطلاح غیر اسلامی ، غیر بشری ده په دی معنی چه د تاوتریخوالی کمول یعنی د افغانانو خونرزیزی اووژلو کمول ! دا ددی معنی هم ورکوی چه طالبان د افغانانو وژنه د ځان حق بولی ، نو دا څخګه یو خونخواره ، د صلحی ضد وړاندیز دی ؟ ددی غیر اسلامی او غیر بشری وړاندیز نه هدف دادی چه طالبان او دهغوی خارجی حامی او تجهیزونکی دولت غواړی د صلحی هسی بی نتیجی خبری او جنګ موازی دوام ولری او بس ! د اشرف غنی واړاندیز د رښتینی صلحی وړاندیز دی هم په شرعی او هم په بشری حقوقو مبنی وړاندیز دی ، هغه داچه د صلحی مذاکرات دی په مکمل اوربند شروع شی .او دا اوربند داسی محک او چلنج هم دی چه ددواړو طرفو د جنګ صداقت او سیاسی اراده تر امتحان لاندی راولی . د طالب چارواکو د پاره د ډیر شرم ځای دی چه د صلحی په مورد کی په ډاګه د اسلامی شریعت نه تیښته اختیاروی ، خود افغان ملت په دی هم پوهیژی چه طالب چارواکی د خپل واک نه دی او دغه د تاوتریخوالی د کمولو وړاندیز اصلآ ددوی نه بلکه د پاکستان د نظامی چارواکو طرحه ده چه د طالبانو د لوډسپیکرنه راوزی . د افغانستان د اسلامی جمهوریت رهبری ته په کارده چه په خپل اصولی او صادقانه دریځ کلک ودریږی او هغه داچه مذاکرات باید د مکمل اوربند نه شروع شی ، د افغانستان دملت غوښتنه هم همدغه ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *