تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر ومنله چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن زوی او ځایناستی حمزه بن لادن زوی مړ شوی دی.

مارک اسپر له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، له زیاتو جزیاتو خبر نه دی خو دومره پوهېږي چې نوموړی مړ شوی دی: ((ماسره نور جزیات نشته، خو که وای هم نه پوهېږم تر کومه حده پورې به مې تاسې ته بشپړ معلومات درکړي وای.))

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي رسنیو د اګست په لومړیو کې خبر ورکړ چې حمزه بن لادن د امریکايي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې وژل شوی دی.

حمزه بن لادن چې ۳۰ کاله عمر یې درلود د اسامه بن لادن ۱۵م زوی و.

اسامه بن لادن۳۰ زامن لرل چې یوازې حمزه یې د القاعدې مشرۍ ته ورسېد.

 امریکا د روان کال په مارچ کې د حمز بن لادنپر سر یو میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *