تاند- د امریکا دفاع وزیر چک هېګل د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو پلان ترتیب کړ. په دې پلان کې له دوهمې نړیوالې جګړې را په دې خوا تر بل هر وخت لږ پوځیان په پام کې نیول شوي دي.
ښاغلي هېګل د پوځ د فعالو ځواکونو شمېر د ۴لکه څلوېښت زرو او ۴ لکه ۵۰ زرو ترمنځ وړاندیز کړی دی.
دا پلان به، چې د اقتصادي ستونزو او د افغانستان او عراق د جګړو د ختمېدو په رڼا کې جوړ شوی، ژر د متحدو ایالتونو له دفاعي بودجې سره یوځای د پنتاګون له لوري اعلان شي.
په ترتیب شوي پلان کې د امریکا د پوځ پرسونل له ۵ لکه ا۷۰ زرو څخه ۴ لکه ۴۰ زرو ته راټیټ شوي دي.
امریکا د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو وروسته د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړ.
د امریکا عمومي اقتصادي ستونزې او د عراق او افغانستان د جګړو زیات لګښتونه سبب شوي چې امریکا د خپلو پوځیانو او پوځي پرسونل شمېر لږ کړي.
ټاکل شوې ده چې په لومړي ګام کې د امریکا د پوځي پرسونل شمېر سږ کال څلور لکه ۹۰ زرو ته رالږ شي.
دغه راز د سړې جګړې د دورې د هوايي ځواک (U-2) جاسوسي الوتکې او (A-10) حمله کوونکې جټ الوتکې به تقاعد شي.
د پینتاګون ویندوی جان کربي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې حقایقو ته په پام سره د پوځي پرسونل د کمېدا پرېکړه شوې ده.:«موږ باید د وخت حقیقتونه ومنو. له سختو پرېکړو تېښته نه شو کولی.»
امریکايي مطبوعاتو ویلي چې دفاع وزیر چک هېګل د پیسو د سپمولو لپاره د پوځ او دفاع وزارت د پرسونلو د ځینو امتیازونو پر کمولو هم غور کوي. ښايي د کور د کرایې او روغتیايي خدماتو په شان ځیني مصرفونه حذف شي.
د امریکا دفاع وزارت همداراز هیله لري چې له افغانستانه د زرګونو پوځیانو له ایستلو سره به یې هم په ملیاردونو ډالر وسپمول شي.
Da har peraon lapar eo musa shta amrica ba eo kala bad wagri chee nor ba lasa waki da poj pa kamedo khoya sharo wakra …nor makhta entizar baso …karzai sahib warbandi poshwi de chee nor amrica makh pa khatmedo da za warsar taron na emzakawi