خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا دفاع وزیر وایي د افغان ځواکونو روزنه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت د زړه حیثیت لري.
نوي دفاع وزیر دغه څرګندوني د یکشنبې په ورځ په کندهار کې وکړې.
جنرال اشنم کارتر، چې د خپلو سرتیرو یوه ټولګي ته یي وینا کوله، وویل چې د دوی ماموریت افغانستان ته ډیر مهم دی او دا چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي دا په دې مانا ده چې امریکا په افغانستان کې خپل ماموریت به مسولانه توګه پای ته رسوي.
د امریکا دفاع وزیر د امریکايي سرتیرو له لوري افغان سرتیرو ته ورکړل شوې روزنه د هغو لاس ته راوړنو د ساتنې په مانا وبلله چې د طالبانود واکمنۍ له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې حاصلي شوي دي.
کندهار، چې امریکايي ځواکونو ته یو خورا مهم ستراتیژیک ولایت دی د کلونو لپاره د امریکايي او کاناډايي سرتیرو میشت ځای وو.
نوموړی د افغان ځواکونو د مورال ستاینه وکړه او زیاته یي کړه چې افغان ځواکونه اوس کافي غښتلي شوي چې پر طالبانو ډیر برلاسي دي.
lد امریکا دفاع وزیر له کابله وروسته کندهار ته تللی وو.
له کندهاره، چې د افغانستان ملي اردو د دوه سوه پینځم قل اردو د ماموریت ساحه ده، د هلمند، زابل او اروزګان په ولایتونو کې هم عملیات کیږي.
دغه عملیات تر ډیره بریده افغان ځواکونه تر سره کوي خو د امریکا ځانګړي قواوې هم د کندهار په هوايي اډه کې ځای پر ځای دي.
د اوباما له لوري له اعلان شوي مهالوېش سره شم به له کندهار ولایت څخه به امریکايي پوځیان د روان کال تر پایه ووځي.
خو اوس داسي ګنګوسي دي چې ښايي د خروج په دغه پلان له سره کتنه وشي او احتمال لري چې یو شمیر امریکايي ځواکونه د کندهار په هوايي اډه کې چې له کلونو راهیسي پکې امریکایان میشت دي، پاتي شي.
ټاکل شوي چې ډاکتر غني واک ته له رسیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د مارچ په میاشت کې امریکا ته سفر وکړي.