تاند- د امریکا نوي دفاع وزیر اشتن کارتر د سې شنبې په ورځ د دغه هیواد د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل چې متحد ایالتونه باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو پر مودې له سره غور وکړي.

د امریکا او ناټو پوځیانو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه.

ښاغلي کارتر د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې په لومړنۍ استماعیه غونډه کې وویل:«موږ پلان لرو، خو پلان پلان دی. پلان داسي شی دی چې د وخت په تېرېدو بدلېدای شي. نو موږ په راتلونکي یوه یا دوو کلونو کې خپل پلان بدلولی شو.»

له ده څخه وپوښتل شول چې ایا غواړي چې پر مهالوېش پابند پاتې شي او که بدلوي یې؟ کارتر په ځواب کې وویل:«په هر پوځي ماموریت کې باید د شرایطو پر اساس پرېکړه وکړو.»

کارتر د فبرورۍ په میاشت کې د کابل د سفر په ترڅ کې وویل، د ځواکونو د ایستلو په مهالوېش کې باید د بیاکتنې په اړه جدي بحث وشي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د ځواکونو ایستلو ته باید په داسي سترګه ونه کتل شي چې په هغه کې هیڅ بدلون نه راځي.

په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د ټولو جنګي چارو او عملیاتو مسوولیت د افغان ځواکونو په غاړه دی.

د امریکا دفاع وزیر د وسله والو خدماتو کمېټې ته د خپلو څرګندونو په لړ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا د پوځ د یوه ویندوی هغه څرګندونې وغندلې چې ویلي یې و، امریکايي پوځیان به د موصل د بېرته نیولو لپاره په اپریل یا مې مشایت کې عملیات پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *