تاند- د پینتاګون ویندوی جیف ډاویس په یوه خبرپاڼه کې ویلي«دفاع وزیر جیمز ماتیس د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ټېلفون وکړ او د افغانستان – امریکا پر تلپاتې امنیتي اړیکو یې خبرې وکړې.»

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې ماتیس له ولسمشر غني څخه د ده د مشرتابه په خاطر مننه وکړه او د افغانستان د ثبات لپاره یې د ملي یووالي د حکومت پر اهمیت ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې پلاوي هم د افغانستان د سترې محکمې پر کارکوونکو پرونۍ تروریستي حمله وغندله.

په دې حمله کې ۲۰ تنه ووژل شول او تر ۴۵ ډېر نور ژوبل شول.

د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس د افغانستان د سترې محکمې مخته حمله وغندله او د دې پېښې په خاطر یې له افغانستان سره خواخوږي څرګنده کړه.

دواړو هم ولسمشر غني او هم ماتیس د دوو هیوادونو ترمنځ ټینګو اړیکو ته لېوالتیا وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې بیا هم خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *