تاند- د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر نن /سې شنبه/ ناببره افغانستان ته راغی.

کارتر وروسته له دې افغانستان ته راځي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د ۸۴۰۰ سرتېرو د پرېښودو اعلان وکړ.

ټاکل شوې ده چې د امریکا دفاع وزیر د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول له افغان چارواکو او په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو سره وویني.

دا په وروستیو کې افغانستان ته د اشتن کارتر دوهم سفر دی.

تېره اوونۍ د ناټو مشرانو د پولنډ په وارسا کې پرېکړه وکړه چې تر ۲۰۲۰ پوري به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د کال ۵ ملیارد ډالره مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *