تاند- د امریکا دفاع وزیر چک هېګل نن ماسپښین په یوه نااعلان شوي سفر په داسي حال کې کابل ته راورسېد چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی لا هم له امریکا سره د امنیتي موافقې له لاسلیکولو ډډه کوي.

هېګل د امریکا درېم جګپوړی چارواکی دی چې په څو اوونیو کې کابل ته سفر کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې هیګل د سوزن راييس یا جېمز ډابینز په شان چې له ولسمشر کرزي سره یې ولیدل، نه غواړي چې د افغانستان له ولسمشر سره وویني.

واشنګټن پوسټ وايي چې امریکايي چارواکي شک لري چې کرزی دې د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره له خپلو شرطونو څخه تېر شي.

د پینتاګون د مطبوعاتي دفتر د ريیس مرستیال کرل ووګ وویل، هیګل غواړي چې د افغانستان له دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او دغه راز په افغانستان کې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره وویني.

ووګ وویل:«دفاع وزیر هېګل د دې لپاره افغانستان ته تللی چې له امریکايي پوځیانو څخه له خپل هیواده ډېر لري د خدمت او د افغان امینتي ځواکونو د وړتیاوو په زیاتولو کې د دوی د رول په خاطر مننه وکړي.

د امریکا دفاع وزیر دوې ورځې وروسته له دې افغانستان ته سفر وکړ چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز وویل چې له کرزي سره په خبرو کې یې چندان پرمختګ ونه کړای شو.

ډابینز وویل چې کرزی د ګوانتنامو له زندانه د افغان بندیانو د خلاصون او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د هوايي حملو د بس کېدو په شمول له خپلو غوښتنو نه دی تېر شوی.

ډابینز د پنجشنبې په ورځ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«باید څرګنده کړم چې په امنیتي موافقه کې موږ کوم پرمختګ نه دی کړی. بېرته پخوانی دریځونه تکرار شول.»

په همدې حال کې پرون د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي وویل چې چې د امریکا متحد ایالتونه هڅه کوي چې د افغان حکومت ځیني عناصر وهڅوي چې له امریکا سره امنیتي موافقه ومني او په نتیجه کې یې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د حضور د دوام لپاره لاره اواره شي.

ایمل فیضي د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل:«په دې کې شک نشته چې په افغان حکومت کې ځینې عناصر د امریکا تر فشار لاندې دي. خو له دې لارې به امریکا هیڅ هم ترلاسه نه کړي.»

فیضي ونه ویل چې د افغانستان د حکومت کوم عناصر تر فشار لاندې راوستل شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي و چې د کرزي پر ځای دې د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي یا کوم بل چارواکی له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي خو د ولسمشر کرزي ویندوی وویل چې په امنیتي موافقه کې اصلي مسله دا نه ده چې څوک یې لاسلیکوي، اصلي مسله دا ده چې د افغانستان دوه اصلي غوښتنې ومنل شي.

د افغانستان حکومت خپلې غوښتنې دوو مسلو ته رالنډې کړي چې یوه د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د حملو بندېدا ده او بله د امریکا له لوري له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو پیلېدا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *