د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د امریکا دفاع وزیر څو شیبې وړاندې د کابل به هوايي ډګر کېوت، تر څو له ولسمشر غني او د ناټو له سرمنشي سره ګډه اعلامیه خپره کړي چې له افغان دولت څخه به د امریکا او نړیوالې ټولنې د ملاتړ په اړه ټینګار په کې وشي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر به لومړی له ولسمشر غني سره دوه په دوه لیدنه کاته وکړي او له طالبانو سره د هوکړې په تړاو افغان حکومت ته ډاډورکوي چې دغه هوکړه به په مشروط ډول وي او د سرغړونې به صورت کې به طالبان ځپل کېږي.

نن سهار د ناټو سرمنشي هم کابل ته رارسېدلی او په ارګ کې د درې اړخیزې اعلامیې د صادرولو لپاره هم ترتیبات روان دي.

بلخوا د امریکا د باندنیو چارووزیر مایک پمپیو دوحې ته رسېدلی او زلمی خلیلزاد هم د دوحې په شیرطون هوټل کې حضور لري چې له طالبانو سره به د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *