د امریکا دفاع وزیر جنرال جان ماتیس

تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وايي، د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي، چې ده یې د جولای تر نیمايي پورې د بشپړولو ژمنه کړې وه، لا هم بشپړه شوې نه ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، ماتیس د جمعې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان د نوې ستراتیژۍ په اړه وویل «لا ترکار لاندې ده»، خو نه شي ویلی چې کله به بشپړه او ولسمشر ته وړاندې شي.

ماتیس وویل چې بیا هم وخت نه ټاکي چې تر کله به ستراتیژي بشپړه کړي.

ده مخکې ویلي و چې د جولای تر نیمايي پورې به یې بشپړه کړي. خو پرون /جمعه/ ماتیس په دې اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، د جولای نیمايي د ستراتیژۍ د بیا کتنې لپاره د ده هدف دی.

د امریکا د کانګریس د سنا جرګې غړي، په ځانګړي ډول د دې جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې جمهوریپال مشر جان مکین د ټرمپ پر حکومت بیا بیا نیوکې کوي چې ولې یې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي نه ده جوړه کړې.

مکین د روان جولای په څلورمه په کابل کې وویل، د ولسمشر ټرمپ حکومت باید افغانستان ته یا نور ځواکونه ولېږي او یا ټول وباسي.

مکین، چې د سنا جرګې د پنځه کسیز پلاوي په مشرۍ سیمې ته په سفر راغلی و، په یوه خبري غونډه کې وویل «موږ د جګړې د ګټلو لپاره نوې ستراتیژۍ ته اړتیا لرو، مخکینۍ ستراتیژي ناکامه وه، د نړۍ پر مخ تر ټولو غښتلی هیواد باید بریالی شي، طالبان تر هغو (د سولې) خبرې نه کوي چې فکر ونه کړي چې جګړه بایلي.»

دې ته ورته نظر نورو امریکايي سناتورانو هم څرګند کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *