تاند- د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر د پنجشنبې په ورځ په وارسا کې د ناټو د غونډې په درشل کې وویل، د ناټو غړیو هیوادونو د ولسمشر اوباما د وروستي اعلان، چې د خپلې دورې تر پایه به په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري پرېږدي، هرکلی کړی دی.
کارتر دا څرکندونې وارسا ته د خپلې سپرلۍ په الوتکه کې خبریالانو ته وکړې.
اوباما پخوا ویلي و چې د اوسنیو پوځیانو شمېر به د روان کال تر پایه له ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ ته راکموي.
د امریکا د دفاع وزیر په وینا د ناټو ګڼو غړیو هیوادونو، چې د قاطع ملاتړ په ماموریت کې شامل دي، ویلي چې په دغه ماموریت کې به تروسه وسه ونډه اخلي او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
د ناټو د ۲۸ غړیو هېوادو مشران به نن په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د تمدید مساله وڅېړي تر څو دا ماموریت تر ۲۰۱۶ کال وروسته وغځول شي.
په دې دوه ورځڼۍ غونډه کې د افغانستان په اړه پر یوې بلې مهمې موضوع خبرې کېږي، دوهمه مساله له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ کال پورې د مرستې موضوع ده.