تاند- د امریکا دفاع وزیر وايي، وسله والو طالبانو د غزني په جګړه کې د خلکو له کورونو څخه د د مورچې کار واخیست او له همدې کبله د دوی د تصفیې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو عملیات ورو پرمخ لاړل.
جیمز متیس پرون د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس آیریس کې وویل، د غزني جګړې د طالبانو قوت ونه ښود، بلکې ثابته یې کړه چې دا ډله لا هم د ملکي وګړو په منځ کې جنګېږي او هغوی له خطر سره مخامخوي.
طالبانو د تېرې جمعې په ورځ پر غزني ښار له څو خواوو پراخ یرغل وکړ، د ښار ګڼې سیمې یې ونیولې او وروسته یې له تجارتي ودانیو او کورونو څخه پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې د غزني ګڼې سوداګري ودانۍ ونړېدې یا سختې زیانمن شوې.
د پوځي چارو یو شمېر کتونکو غزني ښار ته د طالبانو ننوتل د دې ډلې له لوري د قدرت ننداره وبلله.
له پرون څخه په غزني ښار کې جګړه درېدلې خو امنیتي ځواکونه د ښار په شاوخوا ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد تصفیوي عملیاتو ته دوام ورکوي.