تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي حمله کې د القاعده شبکې یو مهم قومندان، چې په ځانوژونکو بمي حملو تورن و، له دوو نورو سختدریځو سره وژل شوی دی.

د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د دغه هیواد د دفاع وزیر اشتن کارتر له قوله وویل، په دې حمله کې چې د جولای په یوولسمه یعني دیارلس ورځې مخکې په پکتیکا ولایت کې وشوه، د القاعده شبکې عملیاتي قومندان ابو خلیل السوداني ووژل شو.

د کارتر اعلامیه هغو خبریالانو ته چې له ده سره په الوتکه کې عراق ته روان ول، وېشل شوې.

په دغه پیغام کې دغه راز ویل شوي چې السوداني یو له درو پېژندل شویو سختدریځو څخه دی چې په دې برید کې وژل شوی دی.

د اشتن کارتر په اعلامیه کې راغلي چې د السوداني وژل کېدا به په نړۍ کې د القاعده شبکې عملیاتي توان نور هم کمزوری کړي.

پینتاګون السوداني د القاعده د شورا جګپوړی غړی او د انتحاري او چاودېدونکو عملیاتو مشر بللی دی.

دفاع وزارت وايي چې السوداني د امریکا پر ضد د حملو په طراحۍ کې مستقیم لاس درلود.

د پینتاګون په اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړي د افغان، پاکستاني او ايتلافي ځواکونو پر ضد د حملو لارښوونه کوله او د القاعده شبکې له اوسني مشر ایمن الظواهري سره یې نژدې اړیکې ساتلې.

په دې اعلامیه کې د دفاع وزیر ښاغلي کارتر له خولې ویل شوي چې د السوداني وژل کېدا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان ایف کېمبل او د ده تر لاس لاندې ځواکونو د کار اهمیت ښيي.

کارتر همداراز ویلي چې دوی به په سیمه او نړۍ کې د سختدریځو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

د ناټو په مشرۍ د امریکا او ناټو ځواکونو جنګي ماموریت د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په یو دېرشمه پای ته ورسېد او یوازې ۱۳ زره پوځیان یې پاتې شول چې لویه برخه یې افغان امنیتي ځواکونه روزي خو لږ شمېر یې لا هم د القاعده پر ضد تروریستي ضد عملیات کوي.

د جون په میاشت کې دغو ځواکونو ۱۰۶ عملیات کړي، حال دا چې تر دې یوه میاشت مخکې یې ۴۱ حملې کړې وې.

2 thoughts on “د امریکا دفاع وزیر وايي، ځواکونو یې د القاعده عملیاتي قومندان وژلی”
  1. د ( تاند ) درنې ورځپاڼې د توجه وړ ـ دپورته خبر په وروستۍ برخه کې يوه د ټایپ اشتباه ده چې باید اصلاح شوئ وای هغه داسې چې ( د ناټو يوازې ديارلس پوځيان پاتې شول ) ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *