د امریکا دفاع وزیر جنرال جان ماتیس

تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز ماتیس وايي، ژر به پرېکړه وکړي چې ایا افغانستان ته نور ځواکونه ولېږي او که د مشخص شمېر پوځیانو د لېږلو پر ځای پوځي شرایطو ته په کتو پرېکړه وکړي.

ماتیس نن /یکشنبه/ له ځان سره په سفر کې ملګرو خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې یې د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن سره څو ساعته خبرې کړي دي.

ماتیس وویل چې بېلابېل نظرونه راټولوي بیا د هغو پر اساس سپینې ماڼۍ ته سپارښتنې کوي.

ده دا هم وویل چې ولسمشر دونالد ترمپ حاضر دی چې د افغانستان په اړه د ده هره سپارښتنه ومني.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې نیکلسن د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره څو زره نورو امریکايي پوځیانو ته اړتیا لري.

نیکلسن هماغه وخت ونه ویل چې دقیقاً څومره نورو ځواکونو ته اړتیا لري.

د امریکا دفاع وزیر ښاغلی ماتیس افغانستان ته راروان دی چې دلته د ناټو له قوماندانانو سره له نژدې وویني او د هغوی سپارښتنې واوري.

ده په مونشن کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *