تاند- په داسې حال کې چې د امریکا لوی درستیز د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو پر ستراتیژۍ د وروستیو خبرو لپاره کابل ته راغلی، د دغه هیواد دفاع وزیر جنرال جیمز ماتیس په همدې منظور نن /سې شنبه/ جرمني ته ورسېد.
واشنګټن ایګزاماینر خپرونه وايي، جرمني په ناټو کې د متحدو ایالتونو مهم غړی دی او ماتیس غواړي چې د افغانستان لپاره پر نوې ستراتیژۍ د جرمني له چارواکو سره سلامشوره وکړي.
دا خپرونه وايي چې ماتیس په عین حال کې په دې موضوع روانه اوونۍ د ناټو له دفاع وزیرانو سره ږغېږي څو په جګړې کې د بري ستراتیژي ژر تر ژره بشپړه شي.
ټاکل شوې ده چې ماتیس د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې وي څو د ناټو د غړیو هیوادونو له دفاع وزیرانو سره په دې باب خبرې وکړي چې ایا هغوی غواړي د افغانستان جګړه بریالۍ پای ته ورسول شي.
جرمني ته په لاره ماتیس په الوتکه کې له خبریالانو سره ۲۵ دقیقې خبرې وکړې.
ده وویل چې د شنبې یا یکشنبې په ورځ به بېرته واشنګټن ته لاړ شي او تر هغو به لوی درستیز جنرال ډنفورد په افغانستان کې سلامشورې پای ته رسولي وي.
د امریکا پر حکومت د کانګریس د غړیو فشار دی چې د افغانستان او سوریې لپاره خپل پلان ژر بشپړ کړي او تر څو چې یې دا کار نه وي کړی دفاعي بودجه نه تصویبوي.