تاند- د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز ماتیس په افغانستان کې د روسیې د فعالیتونو او له طالبانو سره د مسکو د اړیکو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه.

جنرال ماتیس پرون /جمعه/ د بریتانیا د سفر په ترڅ کې وویل«موږ نه غواړو ووایو چې روسیه له طالبانو سره پوځي مرسته کوي خو له طالبانو سره د روسیې تماسونه وینو.»

ده له طالبانو سره د روسیې تماسونه د اندېښنې وبلل.

تر دې وړاندې څو نورو جګپوړو امریکايي جنرالانو په افغانستان کې د روسیې پر فعالیتونو اندېښنې ښکاره کړې وې.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف وټل (Gen. Joseph Votel) د چهارشنبې په ورځ /مارچ ۲۹/ روسیه د افغان طالبانو په ملاتړ تورنه کړه.

جنرال وټل د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل:

«موږ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه بیا کتنه کوو او باید په دې لړ کې راتلونکو چارو ته پام وکړو.»

تر جنرال وټل وړاندې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د امریکا د سنا جرګې همدې کمېټې ته ویلي و چې احتمالاً روسیه د طالبانو ملاتړ کوي.

ټاکل شوې ده چې د روان اپریل په څوارلسمه په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د ۱۲ هیوادونو د چارواکو غونډه جوړه شي.

امریکا او د ناټو غړیو ویلي چې د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *