تاند- د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس د خپل هیواد د کانګریس غړیو ته وویل، په افغانستان کې له سختو او خونړیو حملو سره سره ځینې نورې خبرې هم شته چې باید له پامه ونه غورځول شي.
متیس د کانګریس د تداراکاتو جرګه ګۍ ته وویل«په افغانستان کې تشدد او پرمختګ څنګ په څنګ روان دی. طالبان پوهېږي چې د رایو له لارې نه شي بریالي کېدای، نو بمونو ته یې زور ورکړی دی. موږ یې توقع لرله، موږ د ډېرو داسې حملو مخه نیولې ده خو تاسو به ورپام شوي وي چې اوس دوی پر نرمو هدفونو بریدونه کوي.»
متیس دغه راز ادعا وکړه چې افغانانو ته د امریکايي سلاکارانو مشورو د ګڼو حملو له مخنیوي سره مرسته کړې او هغه افغان ځواکونه چې امریکايي او ناټو ځواکونو روزلي دي په جګړه کې پر طالبانو ډېر لاسبري دي.»
له دې جلا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل نن /جمعه/ په تاجکستان کې وویل چې امریکا غواړي افغان کومانډو ځواک او هوايي ځواک څو برابره زیات کړي.
ده همدارازوویل، سږ کال د جګړې ابتکار زمونږ په لاس کې دی او زیات تمرکز به مو د استوګنې د سیمو د امنیت په ټینګولو او د راروانو انتخاباتو لپاره د امن فضا په برابرولو وي.
دا مهال د افغان ځانګړو سرتېرو شمېر شااوخوا ۱۷ زره دی او تر ۲۰۲۲ کال پورې به افغان هوايي ځواک سلګونه جنګي الوتکې او هیلیکوپترونه ولري.
د امریکا دفاع وزیر کانګریس ته وویل، ناټو او نورو هیوادونو له افغانستان سره خپلې ژمنې زیاتې کړي. اوس ۴۱ متحدانو خپلې ژمنې په سلو کې ۳۵ زیاتې کړي او هند ویلي چې له افغانستان سره به مالي مرسته ډېره کړي.
متیس په عین حال کې وویل، د افغانستان جنګ چې د ۲۰۰۱ په پای کې پیل شو، ممکن ډېر اوږد شي.