تاند- د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورد نن /دوشنبه/ په نااعلان شوي سفر کابل ته راغی.
ښاغلی ډانفورد به له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت او افغانستان ته د نوي ستراتیژۍ په چوکاټ کې د نورو امریکايي پوځیانو د استولو پر څرنګوالي خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د نوي ستراتیژۍ واک دفاع وزیر جېمز ماتیس ته سپارلی دی.
افغانستان ته د متحدو ایالتونو د لوی درستیز ښاغلي دانفورد سفر له دې نظره هم مهم دی چې افغانستان او پاکستان ته د چین د بهرنیو چارو وزیر له سفره وروسته کېږي.
ډانفورد او په مجموع کې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان د ستراتیژۍ د نه بشپړولو او نورو عسکرو د نه لېږلو په خاطر د کانګریس تر فشار لاندې ده.