تاند- د امریکا دفاع وزیر چک هېګل وروسته له دې استعفا ورکړه چې د افغانستان د جګړې او د اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې د پرمختګونو له کبله پرې نیوکې وشوې او تر فشار لاندې راوستل شو.
ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې په یوه لنډه وینا کې د ښاغلي هېګل استعفا تایید کړه، ویې ویل چې د نوي دفاع وزیر تر غوره کېدو پوري به هېګل د دفاع وزیر په توګه کار ته دوام ورکړي.
اوباما په عین حال کې د ښاغلي هېګل کارونه وستایل، ویې ویل چې دفاع وزیر ښاغلي هېګل یوه میاشت پخوا خبر ورکړی و چې غواړي استعفا ورکړي.
۶۸ کلن هېګل له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسي د امریکا د دفاع وزیر په توګه کار کوي. نوموړی د دفاع تر وزارت وړاندې د ۱۲ کلونو په مخه د امریکا په مشرانو جرګه کې د نبراسکا ایالت استازی و.
تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اوباما او چک هېګل ترمنځ د اختلاف خبر ورکړی و او ویلي یې و چې اوباما له نوموړي څخه د استعفا غوښتنه کړې ده.
ویل شوي چې د اوباما او هېګل ترمنځ اختلاف د سوریې پر سر رامنځته شوی و.