تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر د طالبانو په ولکه کې د یوازیني امریکايي اسیر له خوشي کېدو وروسته نن ناببره افغانستان ته راغی.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې چک هېګل په الوتکه کې بګرام ته لاړ چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو تر ټولو لویه اډه ده.
هېګل په بګرام کې له څه باندې لسو خاصو امریکايي پوځیانو سره وکتل چې د بریګدال د خلاصون په هلوځلو کې یې برخه اخیستې وه.
ده وروسته په بګرام کې د امریکايي پوځیانو یوې لویې غونډې ته وینا وکړه.
هېګل یوه ورځ وروسته له دې افغانستان ته سفر کوي چې وسله والو طالبانو امریکايي پوځي باو بریګدال له پنځه کاله اسارته وروسته خوشي کړ.
امریکايي چارواکي وايي چې طالبانو دا امریکايي پوځي له ګوانتنامو بند څخه قطر ته د پنځو طالب بندیانو د لېږدولو په بدل کې خوشي کړی دی.
لوېدیځې رسنۍ د بریګدال خلاصون او قطر ته د طالب بندیانو سپارل د افغانستان د سولې د بهیر د بیا پیلېدو لپاره لار پرانستونکی بولي.
امریکايی چارواکي وايي چې قطر ژمنه ورکړې چې طالب بندیان به په دغه هیواد کې په ځیر څارل کېږي څو د امریکا ګټو ته خطر پېښ نه کړي.
باور کېږي چې هغوی به په قطر کې له نورو طالب استازو سره د طالبانو د قطر د دفتر په بیا پرانستلو کې مهمه ونډه واخلي.
څرګنده نه ده چې افغانستان ته د چک هېګل د سفر اصلي هدف څه دی. تر دې مخکې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په نااعلان شوي سفر بګرام ته راغی خو ولسمشر کرزی د خبرو لپاره بګرام ته ورنغی. دواړو مشرانو د ټېلفون له لارې خبرې وکړې.