تاند- د افغانستان د دفاع وزیر او لوی درستیز له استعفا سره په یو وخت او په بلخ کې له خونړۍ پېښې وروسته د امریکا دفاع وزیر نن ناببره کابل ته راغی.

د شاهین قول اردو تروریستي برید سبب شو چې د افغانستان دفاع وزیر او لوی درستیز استعفاوې وکړي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس به په کابل کې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو او په افغانستان کې د ناټو له قوماندانانو سره خبرې وکړي.

تراوسه څرګنده نه ده چې د ده سفر د شاهین قول اردو له حملې یا د افغان دفاع وزیر او لوی درستیز له استعفا سره کوم تړاو لري او که نه.

پرون عبدالله حبیبي په ټویټر کې لیکلي و چې په خپله یې ولسمشر ته استعفا وړاندې کړې ده خو د لوی درستیز د استعفا په اړه لا څه نه دي ویل شوي چې ایا په خپله یې استعفا کړې او که استعفا ته اړ کړای شوی دی.

ولسي جرګې د دفاع وزیر او لوی درستیز په شمول یو شمېر امنیتي او دفاعي چارواکي په دندو کې د غفلت په خاطر سوال ځواب ته وربللي وو.

همداراز نن په کابل کې یو شمېر مظاهره چیانو د دفاع وزیر، لوی درستیز او یو شمېر نورو امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *