تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر غني او د ناټو له مشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې که طالبان خپلې ژمنې او له افغان حکومت سره د خبرو ژمنې عملي نه کړي، نو امریکا به د شوي تړون په بې تاثیره کولو کې زړه نا زړه نه شي.
کله چې په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تړون د لاسلیکیدو مراسم روان وو، نو په کابل کې هم ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو د دفاع له وزیر مارک ایسپر او د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره په یوه ګډ کنفرانس کې راڅرګند شو.
په دې کنفرانس کې ناټو او امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا له افغان ځواکونو او حکومت سره خپله ژمنه تازه کړه.
دغه امریکایي چارواکي همداراز ټینګار وکړ چې له طالبانو سره یې د تړون ټول ټکي مشروط دي او د هیواد ځواکونه به یې شرایطو ته په کتو سره له افغانستان څخه وځي.
ایسپر وویل چې که طالبان خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې نه شي، نو دا چانس به له لاسه ورکړي چې له افغانانو سره خبرو ته کیني او د هیواد د راتلونکي په اړه خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه: (( د امریکا متحده ایالات به هم په دې کې زړه نا زړه نه شي چې د طالبانو او امریکا تړون باطله کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې نن د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په لسمه نېټه قطر هېواد کې طالبانو او امریکا ترمنځ سولې هوکړه د ملا برادر او زلمي خلیلزاد لخوا شوه.
زما په نظرد طالبانو پر ځای دا ګواښ کی پاکستان ته شوی وای نو امکان ولری چی تر یوه حده عملی کولو لپاره ګام پورته شوی وای
ځکه د خلیلزاد سفرونه ته په کتو داسی ښکاری چی طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندی ډله ده