تاند- ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ په ارګ کې د امریکا د استازو جرګې د مشر پال راین په مشرۍ د کانګریس له پلاوي سره وکتل.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم دواړو خواوو د افغانستان – امریکا د اړیکو، له تروریزم سره د مبارزې، سیمه ییزو مسلو د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د مثبتو اغېزو، په امنیتي او دفاعي سیکتور کې د اصلاحاتو، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د تیاریو او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر غني له امریکا مننه وکړه چې په وروستیو اوولس کلونو کې یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.
د امریکا د استازو جرګې ريیس پال راین او ورسره ملګري پلاوي په پوځي او ملکي برخو کې د اصلاحاتو لپاره د افغانستان د حکومت هڅې وستایلې او د تروریزم پر ضد یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه د قدر وړ وبلله.