د امریکا کانګریس

تاند (خبریال: افغانجار) امریکايي رسنۍ وايي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به راتلونکې مارچ میاشت په داسي حال کې واشنګټن ته سفر وکړي چې د متحدو ایالتونو حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو خوښه (اپشن) نهايي کوي.

د واشنګټن ایګزاماینر ورځپاڼې د راپور له مخې تمه ده چې ښاغلی غني د مارچ په څلرویشتمه نېټه واشنګټن ته ورسېږي.

د امریکا د کانګریس د استازو جرګې ريیس جان بوهینر د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د متحدو ایالتونو د کانګریس د دواړو جرګو ګډې غونډې ته وینا وکړي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر تېره اوونۍ د افغانستان په لومړني سفر کې په کابل کې له ولسمشر غني سره ولیدل. ولسمشر غني له کارتر سره په خبرو کې په دې تاکید وکاوه چې امریکا دې د خپلو پوخیانو د ایستلو مهاوېش ورو کړي.

د امریکا له اوسني مهالوېش سره سم، د دغه هیواد له څه باندې لس زره ځواکونو څخه ۵ زره د سږ کال تر پایه وځي او پاتې د راتلونکي میلادي کال تر پایه خپل هیواد ته روانېږي.

خو د افغانستان ولسمشر او د ناټو چارواکي وايي چې امریکا دې سږ کال په یو وار ۵ زره پوځیان نه باسي.

په همدې حال کې د امریکا د ملي استخباراتو رييس په یوه راپور کې، چې ټاکل شوې ده کانګریس ته یې واوروي او مخکې تر مخکې بلومبرګ ورځپاڼې خپور کړی دی، اټکل کړی دی چې که امریکايي پوخیان ووځي سږ کال دوبی به طالبان د افغانستان په جنوب کې ډېرې پښتني سیمې لاندې کړي.

خو ځیني کتونکي وايي چې د طالبانو د بریدونو زیاتېدا به سبب شي چې اکثره افغانان او افغان چارواکي مجبوره شي چې له امریکا وغواړي چې ځواکونه ونه باسي.

له بلې خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي چې له ولسمشر غني سره به په دې سفر کې اجراییه ريیس عبدالله عبدالله او د ملي یووالي د حکومت یو شمېر نور جګپوړي چارواکي هم ملګري وي.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې په راپورونو کې ویل شوي چې د افغانستان ولسمشر به د مارچ په څلرویشتمه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بارک اوباما سره وویني. دواړه ولسمشران به د امنیتي او اقتصادي پرمختګ او د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې له پروسې سره د امریکا د ملاتړ په شمول پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړي.

دا به له کله چې اشرف غني د افغانستان ولسمشر غوره شوی دی، امریکا ته د ده لومړنی رسمي سفر وي. غني او ورسره ملګری پلاوی به یې واشنګټن ته نژدې په مریلنډ کې د متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره هم وویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *