د متحده ایالاتو د استیناف محکمه

تاند- د امریکا د متحده ایالاتو د استیناف فدرالي محکمې یکشنبه /د فبروري ۵مه/ سهار د وخته د عدلیې وزارت هغه استیناف غوښتنه رد کړه چې ویل یې د ولسمشر ټرمپ له خوا د ۷ مسلمانو هېوادونو په ورتلونکیو لګېدلی بندیز دې په چټک ډول بېرته پرځای کړای شي.

د سیاټل ښار د محکمې قاضي جېمز روبرټ د جمعې په ورځ /د فبروري ۳مه/ د حکومت د مدافع وکیلانو خلاف پرېکړه وکړه. مدافع وکیلانو استدلال کاوه چې ایالتونه د ولسمشر ټرمپ د فرمان د چلینج کولو لپاره لازم حقوقي واک نه لري.

د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ /د فبروري ۴مه/ ناوخته د استیناف محکمې ته عارض شو او ترې ویې غوښتل چې هغه حکم دې په چټک ډول بېرته واخلي چې د سیاټل د محکمې قاضي د ټرمپ د حکم د ماتولو په لړ کې د جمعې په ورځ صادر کړی وو.

د مسلمانانو د ملاتړ یو لاریون

د جیمز روبرټ د حکم په اساس د ۷ مسلمانو هېوادونو اتباعو ته اجازه ورکول شوه چې امریکا ته تګ راتګ ته دوام ورکړي او هم د کډوالۍ پروسه بیا پیل شوه.

د امریکا مشهوره ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت له قوله لیکي، هغوی د سیاټل د محکمې د حکم په ترلاسه کولو سره سمدلاسه د ولسمشر ټرمپ اجرایي حکم باندې عمل کول ودرول، او که د استیناف فدرالي محکمه د ولسمشر ټرمپ د اجرايي حکم په ګټه فیصله وکړي هغوی به بندیز بیا پیل کړي.

د ولسمشر ټرمپ د کډوالو ضد حکم له صدور څخه وروسته په امریکا، برتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د هغه د کډوالو ضد سیاستونو پر ضد احتجاجونه وشول او نوموړی یې د مسلمانانو پر ضد په توپیري چلند تورن کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *