تاند- د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز د افغانستان د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د افغانستان د سولې پر امکاناتو خبرې وکړې.

د اسلامي حزب سرچینې وايي چې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې نن /سې شنبه/ له حکمتیار سره د نوموړي په استوګنځي کې وکتل.

دواړو خواوو د افغانستان د روانې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو، د سولې د بهیر، راروانو انتخاباتو، د سیاسي ګوندونو د رول او د سولې د خبرو د پیل کېدو پر امکاناتو خبرې وکړې.

له الیس ویلز سره د حکمتیار د کتنې په مهال د اسلامي حزب یو شمېر نور مشران لکه غیرت بهیر، انجنیر محمد امین کریم، ډاکتر فاروق وردک او باختر امینزی حاضر ول.

دا له ۲۰۱۶ څخه چې حکمتیار د افغانستان له حکومت سره سوله کړې ده، لومړی ځل دی چې یوه امریکايي چارواکې له نوموړي سره ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *