تاند- د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان جې سیلیفن نن /یکشنبه/ په کابل کې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره په کتنه کې له افغانستان سره د خپل هیواد د ملاتړ پر دوام تاکید وکاوه.

د امریکا د سفارت له خبرپاڼې سره سم، سییلیفن له افغان مشرانو سره د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د هدفونو د ترلاسه کېدو لپاره پر ګډو هلوځلو هم خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په داسې حال کې کابل ته راغلی چې پرون د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، نور له طالبانو سره خبرې نه کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل، امریکا د افغانستان له حکومت سره د سولې، ثبات، امنیت او ټینګې اقتصادي ودې په برخو کې همکاریو ته ژمنه ده.

د امریکا د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي سیلیفن د افغانستان له ولسمشر سره د امنیتي همکارۍ، په خپل وخت او باوري پارلماني انتخاباتو او د افغانانو د ښې او سوکاله راتلونکې لپاره د اصلاحاتو په اړه هم خبرې وکړې.

له بلې خوا د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان حکومت او خلکو ته د وروستیو تروریستي پیښو په خاطر د خپل هېواد د حکومت او خلکو غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه وې ویل، ترورویزم د بشریت دښمن دی او له دې پدېدې سره د افغانستان صادقانه مبارزه د ستایلو وړ ده.

دواړو لورو په ځانګړي ډول د اصلاحاتو، اقتصادي پرمختګونو، ښې حکومتولۍ، له سیمه ییز تروریزم سره د مبارزې او د ولسې جرګې او جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو د چمتووالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

One thought on “د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له ولسمشر غني سره پر نوې ستراتیژۍ وږغېد”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *