مېرمن ویلز

تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مېرمن الیس ویلز په کور کېنول شوه.

نوموړې چې ۳۱ کاله یې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې بېلابېلې دندې ترسره کړې او په وروستیو کې د جنوبي اسیا په چارو کې د دغه وزارت مرستیاله شوې وه، له دې وروسته تقاعد ورکول شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له دې وروسته به د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو د اړیکو او ستونزو په اړه د میرمن ویلز سلا مشورې له ځانه سره ونلري.

 مایک پمپیو د میرمن ویلز له ۳۱ کلن خدمت مننه کړې او هغې ته یې د پاتې ښه ژوند هیله کړې ده.

 میرمن په دې وروستیو کې د خپل ماموریت زیاته موده د افغانستان او پاکستان په اړه مسایلو کې تېره کړه او څو څو ځله یې کابل او اسلام اباد ته د سولې په رابطه سفرونه وکړل.

اتلس میاشتې وړاندې میرمن ویلز له طالبانو سره لومړنۍ مقدماتي ناسته هم وکړه چې وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ رسمي مذاکرات د خلیلزاد له لوري پيل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *