تاند- په د اسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې معامله وروستي پړاو ته رسولې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، خطر په غاړه نه اخلي او حاضر نه دی چې دا موافقه لاسلیک کړي.
ټایم مجلې د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر ۴) ناوخته د جګپوړو امریکايي، افغان او اروپايي چارواکو په قول وویل چې پامپیو حاضر نه دی چې دا موافقه لاسلیک کړي.
تر دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په ګډون یو شمېر نورو جګپوړو امریکايي چارواکو هم د طالبانو او زلمي خلیلزاد له موافقې سره مخالفت کړی وو.
همداراز د جیمز کننګهم په شمول په افغانستان کې د امریکا نهو پخوانیو سفیرانو له دې موافقې سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې د سولې د یوې بیړنۍ هوکړې په نتیجه کې به افغانستان په یوه بله خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.
دغو نهو امریکايي پخوانیو ډپلوماټانو جېمر ډابېنز، رابرټ فېن، رونالډ نیومان، ویلیم ووډ، جان نېګروپونټ، اېرل انټوني واین، راین کراکر، جېمز کننېګهم او هوګو لورېنس یوه ګډه اعلامیه کې چې اتلانتیک شورا هم خپره کړې ده ویلي، طالبانو سره د سولې یوه بیړنۍ هوکړه به ډېرې بدې پایلې ولري.
ټایم وايي، ټاکل شوې وه چې د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د سپټمبر په درېمه (سې شنبه) له ولسمشر ټرمپ سره د دې موافقې په اړه کتلي وای. د ټرمپ د موافقې په صورت کې له افغانستانه د ۵۴۰۰ امریکايي پوځیانو د وتل کار پیلېږي.
خو هغوی چې د موافقې په اړه معلومات لري ټایم ته ویلي چې دا موافقه د ګڼو حساسو او مهمو مسایلو ډاډ نه شي ورکولی.
دوی وايي، موافقه په افغانستان کې د القاعده پر ضد د جګړې لپاره د امریکا د تروریستي ضد ځواکونو د پایښت، د افغانستان د حکومت د تداوم او حتي په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا تضمین نه کوي.
ټایم وايي، له خلیلزاد سره په غونډه کې یوه برخوال افغان چارواکي وویل«هیڅوک د هیڅ شي په اړه په ډاډ څه نه وايي. هر څه د هیلې پر اساس دي. هیڅ اعتماد نشته. د طالبانو له لوري د اعتماد تاریخ نشته، نه د صداقت کومه شاهدي شته.»
ټایم وايي، ښايي پامپیو هم له همدې کبله حاضر نه دی چې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي او نوم یې په موافقه کې پاتې شي.
له بلې خوا څلورو امریکايي، افغان او اروپايي چارواکو ټایم ته وویل چې طالبانو غوښتنه کړې چې «د افغانستان له اسلامي امارت» سره دې د سولې موافقه د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو لاسلیک کړي.
دوی وايي، طالبان په دې خاطر غواړي چې پامپیو دا موافقه لاسلیک کړي چې د طالبانو سیاسي مشروعیت په رسمیت وپېژندل شي.
ټایم وايي، اوس چې پامپیو له طالبانو سره د موافقې له لاسلیکه ډډه کړې، دوه احتماله شته؛ یو دا چې خلیلزاد یې لاسلیک کړي او یا طالبان ګډه اعلامیه خپره کړي او د جاپان، روسیې او چین په شمول یې یو شمېر هیوادونه تایید کړي.