تاند- د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن په تاشکند کې د افغانستان پر حالاتو او د سیمې پر امنیت د افغانستان د اغېزو په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر دغه هیواد ته د دې لپاره ورغلی چې له ازبک چارواکو سره د منځنۍ اسیا او افغانستان په باب خبرې وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلام کریموف او جان کیري په خپلو خبرو کې، چې ډېر تمرکز یې پر افغانستان و، د سیمې پر اصلي ستونزو د نظرتبادله وکړه.

د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو د فعالیت له زیاتېدو سره د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان له لوري اندېښمن شوي دي.

جان کیري د اکتوبر له اته ویشتمې د نوومبر تر درېمې پوري د منځنۍ اسیا د هیوادونو په سفر وتلی. دا دې سیمې ته د ده لومړنی سفر دی.

ښاغلی کیري تر ازبکستان مخکې قرغیزستان ته تللی و او ټاکل شوې ده چې قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان ته هم لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *